نړۍ ته د افغانستان د خپلواکۍ په پيژندنه کې  دمحمد ولی خان دروازی مهمه ونډه (دريمه او وروستۍ برخه)

انگريزي دسيسه او د فاطمې سلطانې راوستل 
انگريزانو هيڅکله هم نه غوښتل چې د افغانستان او امريکې تر منځ د ديپلوماسۍ او دوستۍ اړيکي جوړې شي، نو لا دمخه يې په پاريس کې د خپل سفير  په وسيله دا موضوع د امريکې د سفير له غوږه تيره کړې وه .  

د امريکې پر خارجي پاليسۍ د انگريزانو رول او اغيزه (نفوذ)  د جولای د ۹مې نيټې د هغه يادداشت نه ښه څرگنديږي، کوم چې د امريکې د بهرنيو چارو وزارت د نژدې ختيزې  څانگې ، خارجه وزير چارلس ايوانس هيوز  (Charles Evans Hughes)  ته وړاندې کړئ وو. په دغه يادداشت کې د محمد ولي خان د هيئت د سفر په هکله لولو چې «کله چې مونږ ددغه هيئت د سفر په هکله  لومړنې تلگرام ترلاسه کړ، نو دغه هيئت د د امريکې د متحده ايالاتو په لور حرکت کړې وو... که مو وخت درلودلای، نو ما بايد د تلگرام له لارې هغوې د راتگ نه نا اميده کړي وای . خو هغوې اوس په لاره دي . په پاريس کې د انگريزانو د سفارت د رويې په نظر کې نيولو سره، کوم چې زما په فکر د هغوې د خارجه دفتر احساسات څرگندوي، زه داسې  استنباط کوم چې دا هيئت بايد ومنو، خو د امکان تر حده ور سره، سر سري چلند وکړو. تاسې شايد فکر وکړئ چې ددغه هيئت منل ضروري دي او جمهور رئيس هم داسې فکر وکړي، خو زه اطمينان لرم چې  ددغه هيئت سره کتل ستاسې او جمهور رئيس د ارزښناکه وخت د تلف کيدو ارزښت نه لري . تر کومه ځايه چې زه پوهيږم، مونږ افغانستان سره کومه خاصه دلچسپي نه لرو، او ددغه هيئت د اهدافو په هکله د انگريزانو دچلندپه نظر کې نيولو سره، زه فکر کوم چې بايد د هغوې غوښتنې سره رضايت و ښايوو، او څومره چې کولای شو په خاص مهارت او نزاکت سره دغه هيئت ته ارزښت ورنکړو .» 
انگريزانو په عين وخت کې د افغاني هيئت د فعاليتونو د شنډولو دپاره يوه نوې دسيسه په کار واچوله، او د شهزادگۍ فاطمه سلطانه په نامه يوه ناپيژندل شوې افغانه يې، چې د شاه شجاع  اولاده او په بريتانوي هند کې اوسيده، امريکې ته راوستله .  دا ښځه چې ځان سره يې د «دريای نور» په نامه د ۵۵ قيراطو يو الماس هم  درلود، انگليسي پاسپورت سره سان فرانسيسکوته رسيږي، د دريو ځوانو زامنو سره يې د انگريزانو د جنرال قونسول لخوا هرکلې کيږي، له هغه ځايه نيويارک ته استول کيږي، او د يوه ناپيژندل شوي کس لخوا مطبوعاتو ته وروپيژندل کيږي .   د نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ۱۹۲۱ کال د جولای په نهمه گڼه کې د «افغانه شهزادگۍ خپلو دريو ځامنو سره راغله» تر عنوان لاندې وليکل چې د کابل نه د افغانستان د اوسني پاچا خور [ ؟]  شهزادگۍ فاطمه سلطانه پرون د دريو ځامنو سره د سانفرانسيسکو څخه نيويارک ته راورسيده . شهزادگۍ به چې د «کوه نور» نه وروسته دوهم مشهور الماس ورسره راوړې د جمهور رئيس سره ليدنه وکړي . اوه ديرش (۳۷) کلنه شهزادگۍ د خپلو ځامنو سره  د يوې اونۍ دپاره د "والدورف استوريا" [د نيويارک تر ټولو شانداره هوټل] کې تم کيږي.  د بريتانيا سفر د جمهور رئيس هادينک سره د دوې د کتنې د ترتيباتو په تيارولو بوخت دئ .
په نيويارک کې خپلو حيرانوونکو جامو سره د فاطمې سلطانې موجوديت د خبريالانو، عکاسانو او امريکايې لوستونکو توجه ځانته جلب کړه او دا ورته د افغانی هيئت د فعاليتونو دخبر نه ډير په زړه پورې شو .  د مطبوعاتو په رپوټونو کې پرې ډير ټينگار وشو، هره ورځ يې تبليغات زياتيدل، او په ټولو رسمي ميلمستياوو او محافلو کې به يې گډون کولو.   هغې د نيويارک د ښاروال  جان ايف هايلن (John F. Hylan) ، په ميلمستيا کې د دريای نور ښکلې الماس په ښکلې انداز داسې په غاړه ځوړند کړې وو، چې د ميلمنو توجه يې جلب کړې او ټول  دغه قيمتي ځليدونکي الماس ته حيران او هک پک پاتې وو.
د انگريزانو دسيسه بريالۍ شوه
انگريزان خپل هدف ته ورسيدل . د نيويارک ټايمز معتبرې ورځپاڼې د جولای د ۱۳مې گڼې سرخط کې وليکل چې «د افغاني سلطنتي کورنۍ دوه غړي يو بل نه پيژني» . کنجکاوه خبريالانو او امريکايي چارواکو انگريزانو ته مراجعه وکړه. انگريزانو ځواب ورکړ چې دا ښځه د افغانستان ريښتينې او حقيقي شهزادگۍ ده، خو دوې د افغاني هيئت په هکله نا خبري وښودله .   
د امريکې د بهرنيو چارو وزير جمهور رئيس ته مشوره ورکړه چې د محمد ولي خان هيئت حضور ته ومني، خو زياته يې کړه «فکر نه کوي چې، دزياتو  څيړنو تر ختميدو پورې به، د يوه مؤدبانه هرکلي نه زيات څه لازم او يا مناسب وي». 
د جمهور رئيس سره د افغاني هيئت دکتلو نيټه د ۱۹۲۱ کال د جولای ۲۶مه وټاکل شوه، خو تر دغې کتنې دمخه د امريکې جمهور رئيس په سپينې ماڼۍ کې د د فاطمې سلطانې هرکلې وکړ. جمهور رئيس  هاردينگ د غازى امان الله شاه د هغه شخصي ليک په ځواب کې چې محمدولى خان ورته وسپاره، د انگريزانو زړه وساته او داسې يې وليکل : 
«زه هيله لرم چې د امريکې د متحده ايالاتو او افغانستان اړيکي تل دوستانه اوسي، او خوشحاله يم چې پدې لاره کې تاسې اعليحضرت سره همکاري وکړم .  لکه چې په شفاهى توگه مې جنرال محمد ولى خان ته وويل، زه مجبوره يم ، ټينگار وکړم چې د ديپلوماتيکو مناسباتو د جوړولو د مسئلې په هکله  پر لازمو اقداماتو بايد د امريکې د متحده ايالاتوکانگرس  زيات غور وکړي».  
لکه چې وليدل شول، داځل د امريکې د متحده ايالاتو سره د افغانستان د ديپلوماتيکو اړيکو د جوړيدو په مخنيوي کې د انگريزانو هڅو او دسيسو مطلوبه نتيجه ورکړه . محمد ولى خان ، د غازى امان الله شاه فوق العاده سفير دجولای په ٣٠ مه نيټه لندن ته روان شو.  هغه د ستنيدو په وخت کې په خپلې مطبوعاتي مصاحبې کي خبريالانو ته د زياتو معلوماتو د ورکولو څخه ډډه وکړه، او يوازې يې وويل چې «دا يو پټ ديپلوماتيک ماموريت وو، چې خپل اهداف يې  ترلاسه نکړای شو».
د اماني دورې په لسيزه کې د امريکې متحده ايالات د افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو په ټينگولو کې زړه نا زړه وو، او دغه حالت تر ۱۹۳۴ کال پورې دوام درلود. 
د يادونې وړ ده چې د ارواښاد محمد ولي خان دروازي د ماموريت په دوران کې غازی امان الله خان د انگريزانو د دسيسو په هکله تشويش او انديښنه درلوده، او د يوه فرمان په ترڅ کې يې د هغه نه وغوښتل چې په ليکلو کې د شفرڅخه کار واخلي .  
محمد ولی خان دروازی د دوه کلن سفر نه وروسته افغانستان  ته راستون شو او د ارواښاد محمود طرزی په ځاې يې د بهرنيو چارو د وزارت دنده ، او بيا وروسته د حربيې (دفاع) د وزارت دنده په غاړه واخيسته .  وروسته د لمر اعلی د نښان په اخيستلو بريالې شو، د جنوبي د اغتشاش د ختمولو په محاذ کې يې خدمت وکړ، او د غازی امان الله خان د اروپا د سفر په وخت د بهرنيو چارو د وزارت د سرپرست او سلطنت د مقام د کفيل په توگه کفيل  پاتې شو.
محمدولی خان مشروطه غوښتونکې او د انگريزانو مخالف ؤ.  اروښاد عبدالحی حبيبی د هغه په هکله ليکي چې «محمد ولی خان د ځوانۍ له پيله د کابل د انگريزانو په مخالفوکړيو کې محشور  او د ژوند تر پايه، څه د اروپا او امريکې په سفر کې، او څه د بهرنيو چارو د وزارت او شاهي مقام د کفالت په وخت کې په همدې صفت پاتې شو». 
دا چې ولې په  ارواښادمحمد ولی خان، د غازي امان الله خان د مسافرت په وخت کې،  رژيم سره د مخالفت، د جمهوري رژيم د مقدماتو د برابرولو او حتی حبيب الله کلکانی سره د همکارۍ تورونه ولگيدل، ددې مضمون د موضوع نه بهر ده .
د اماني نهضت د سقوط نه وروسته، محمد ولی خان هم د دوهم مشروطيت د اکثرو روښانفکرانو او شاه امان الله خان د همکارانو په شان تر تعقيب لاندې ونيول شو، او د محمد نادر شاه په واکمنۍ کې لومړې په اته کاله زندان محکوم او پرته له محاکمې د څو تنو نورو ملگرو سره په ظالمانه توگه په ۴۲ کلنۍ کې اعدام شو.   روح دې ښاده وي!
غبار چې خپله هم د محمد ولی خان  او آزادي غوښتونکو روښانفکرانو د محاکمې د صحنې کتونکې وو، دغه جريان د عيني شاهدانو له قوله په تفصيل سره ليکلې دئ . هغه د راجه مهندر پرتاب سنگهـ  له قوله ليکي :
«که څه هم زه يو خارجي کس  او په دې مجلس کې اوريدونکې يم او د خبرو کولو حق نلرم،  سره له دې  تاسې  متوجه کوم چې محمد ولی خان د افغانستان يو ستر او بين‌المللی شخصيت دئ، چې به بهرنيو هيوادو کې د افغانستان د خپلواکۍ د پيژندلو دپاره يې د قدر وړ خدمتونه سرته رسولي دي . هغه سره چار چلند او قضاوت کې بايد احتياط وکړئ، او شخصيت يې په نظر کې ونيسئ . تر اوسه د دغه شخصيت په هکله او ملاتړ د آزادي غوښتونکو (مقصد يې هندوستاني مبارزين دئ) گڼ شمير تلگرافونه رارسيدلي دي...»  
محمد ولي خان دروازي د نورو وطنپالو، او خپلواکۍ غوښتونکو مبارزينو او اتلانو لاره غوره کړه، د د باندنيو طاقتونو په وړاندې دخپلو خلکو په څنگ کې ودريد او په همدې لاره کې يې خپل ژوند قربان کړ.
روح دې ښاده اوياد دې ژوندې اوسي! 
(پای)
منابع
1.    د انگريزانو محرمانه استخباراتي اسناد،  د بريتانوي هند آرشيف، سياسى  ټلگرام،  ايم. دى  ٢٤٥٨ گڼه 
2.    د انگريزانو محرمانه استخباراتي اسناد،  د بريتانوي هند آرشيف، سياسى  ټلگرام،     ٢٢٦٢٦ گڼه
3.    د بريتانوي هند د آرشيف محرمانه اسناد، د خارجي څانگې د سرحد برخه، د ۱۹۲۰ کال د اکتوبر مياشت ٧٠٥-٨٠٦، گڼې  ٧١١ ا و  ٧١٣  پاراگرافونه . 
4.    د انگريزانو محرمانه استخباراتي اسناد،  د بريتانوي هند آرشيف، د ۱۹۲۰ کال اکتوبر  ٧٠٥-٨٠٦،پاراگرافونه  
5.    تيخانف، داکتر يورى ­ ترجمۀ عزيز آريانفر (٢٠١٠) .  نبرد افغانى استالين (سياست قدرت هاى بزرگ در افغانستان و قبايل پشتون) .
6.    حبيبى، عبدالحى (١٣٧٢). جنبش مشروطيت در افغانستان. چاپ جديد، با نظارت و تصحيح  کميسيون فرهنگى حزب وحدت، قم، ايران.
7.    زماني، عبدالرحمن (۲۰۱۳) بازنگری دورهٔ امانی و توطئه های انگليس. مؤسسهٔ انتشارات مسکا، جلال آباد-افغانستان.
8.      
9.    شهرانى، عنايت الله (١٣٨٥/٢٠٠٧). شاه محمد ولى خان دروازى وکيل سلطنت اعليحضرت امير امان الله خان غازى . کانون فرهنگى قيزيل چوپان.
10.    هاشمى، سيد سعدالدين (٢٠٠٤). نخستين کتاب در بارۀ جنبش مشروطيت خواهى در افغانستان (در ربع اول قرن بيستم)، جلد دوم .  
11.    Stewart, Rhea Talley (1973) (اور په  افغانستان کې  Fire in Afghanistan
12.    غبار، مير غلام محمد (١٣٦٦). افغانستان در مسير تاريخ (جلد اول) .  چاپ سوم ، مرکز نشر انقلاب، ايران .
13.    غبار، مير غلام محمد (١٩٩٩). افغانستان در مسير تاريخ  (جلد دوم) . چاپ دوم ، پيشاور، مرکز نشراتى ميوند.
14.    افغانستان  په نړيوال سياست کې ­ تر دوهمې نړيوالې جگړې پورې د افغان ا و متحده ايالاتو اړيکي ٢٢ مخ  (په انگليسى ژبه)    
(پای)
      

اخبار روز

BBC ‮فارسی - صفحه افغانستان

کتاب ها