ګلبدین حکمتیار  دډاروین پیرو اوکه داسلام؟

دکتابونو لیکونکی؟؟؟
ښاعلیو لوستونکو !حکمتیارګلبدین  چې تل عمریې ټوپک په اوږو ګرځولی اودښتو اورغونو کې د او۱۱۸کتابونو لیکونکی شوی دی اومړشوی نه دی ځکه چې دفیلم هیرو نه مړکیږی په حقیقت کې نیمګړی انجنیر په اسلامی لباس ملبس لیکوال اواسلامی محقق

 دی نو ولی مړ شی افغانانو ته همداسی یو عالم اړتیا دی چې ورپسی لاړشی دګډو اوبزو قوم همدغسی وی راځم اصلی موضوع ته ګلبدین په حقیقت کې یا ددددکتابونو لیکوال نه دی اویا اسلام ته معتقد نه دی اسلام یې یوازی ددې قوم ذلیل کولو له پاره وسیله اواله ګرځولی دی په حقیقت کې دډاروین پیرو دی ځکه چې نوموړی دډاروین ارتقایی نظری لرونکی شخص دی اودغه موضوع دده یو کتاب (بایبل دقران په رڼا) نومی کتاب کې وضاحت لری نوددې موضوع له پاره چې راکټی ښه وپیژنی چې په حقیقت کې مسلمان نه دی اوتاسو داسلام په نوم غولوی دده ارتقایی نظریه چې په ذکرشوی کتاب کې ذکرکړی دی راخلم خوداچې اساسی موضوع ته داخل شم لومړی دخلقت په اړه دبایبل نظریه راخلم اوبیا داسلام نظریه اوبیا دحکمتیار ګلبدین نظریه چې داسلام مخالف نظر لرونکی دی ذکرکوم 
اول : دبایبل نظریه      :
بایبل دپیدایښت په اړه داسي وایې : (کله چې خدای ځمکه اواسمان پیداکړل ځمکه خالی اوبې شکله وه دخدای روح دتورو بحاراتو پرسر خوځیده خدای وفرمایل رڼا دی شی نو رڼا شوه خدای رڼایې خوښه کړه اوله تیاري بیله کړه رڼایې دورځي په نوم اوتیاره یې دشپي په نوم ونوموله شپه تیره اوسباشو اودالومړی ورځ وه بیا خدای وفرمایل چې دبحاراتو کتلي دسره بیلي شي ترڅوپورته اسمان اولاندي بحرجوړشي نوخدای دبحر کتلي بیلي کړي اواسمان یې تري جوړکړشپه تیره اوسحرشو دادویمه ورځ وه په دریمه ورځ خدای وویل چې اوبه دې په یوځای کې راغونډي شي ترڅو وچه پیداشي همداسی وشول خدای وچه دځمکي په نوم ونوموله اوداوبه یې دبحر په نوم ونومولی اوبیا یې وویل چې رنګه رنګ بوټی اومیوي لرونکي وني دپه کې شني شي اوهمداسی وشول په څلورمه ورځ یې وویل چې په اسمان کې دځلانده اجسام وي چې ځمکه روښانه اوورځ له شپي جداکړی چې فصلونه رامنځ ته کړي نو خدای دوه لوې رڼاوې پیداکړی لویه رڼایې دورځي پرحکومت کولو له پاره اووړه رڼایې دشپی دحکومت کولو له پاره پیداکړه اوخدای ستوری راپیداکړل اوپه اسمان کې ځای پرځای کړل ترڅو ځمکه روښانه کړی پرشپی اوورځي واکمني وکړی  په پنځمه ورځ خدای وویل چې ځمکه کې دحیوانات وی اواسمان کې مرعان نوخدای په اوبو کې حیوانات پیداکړل او هوا کې مرعان شپږمه ورځ یې په خپلو کړنو نظر وکړ اوپیدایښت یې ډیر ښه په نظر راغی اوپه اومه ورځ خدای دمه وکړه .
کله چې خدای ځمکه اواسمان پیداکړل هیڅ په کې نوو خواوبه له ځمکي خوټیدي اوټولي وچي خړبولي دغه وخت خدای ادم له خاورو پیداکړو اوپه پزه کې روح وردننه کړ اوله ادمه یو ژوندی موجود جوړشوله ده وروسته خدای په عدن کې یوباغ جوړکړاوادم یې په کې ځای پرځای کړ اوخوندوری میوي په کې راپیداکړي اوادم ته یې وویل چې ددې باغ ټولي میوي خوره خودیوې وني میوي به نه خوری چې هغه دښه اوبد دپیژاندګلو ونی ځکه چې بیا به مړکیږی بیا خدای فکرو کړ چې مناسب نه دی چې ادم دې یوازی وی کوم مناسب یار ورته اړین دي نوهغه مرعان اوحیوانات چې خدای پیداکړي وو ادم خواته یې راوړل اوویې نومول خوکوم مناسب یاریې ونومند نوخدای ادم ویده کړ دده یوه پښتی راویسته اوپه تش ځای کې غوښه زرغونه کړه اوله پښتی ښځه پیداکړه اوادم خواته یې راوسته ادم وویل چې دزما دهډکو یو هډوکی دی اوزما دغوښي یوه غوښه دي نوم یې نسا کیښود ځکه چې له انس څخه اخستل شوی دی نو همدا وجه دی چې انسان له خپل مور اوپلارنه جداکیږی اومیرمنی سره یوځای کیږی نودواړه سره یوځای شول ( )                                                                                                                    
دویم : اسلامی نظریه :
اسلامی نظریه هم دبایبل نظری ته تقریبا ورته دی  ځکه چې قران کې وایې چې (ان ربکم الله الذی خلق السموات والارض فی سته ایام ثم استوی علی العرش ( ) خدای ځمکه اواسمانونه په شپږورځو کې پیداکړی اوبیا یې استوا وکړه اوبایبل کې دمه وکړه په سوره (ق) کې وایې چې ولقد خلقنا السموات والارض وما بینهما فی سته ایام( ) (ځمکه اواسمانونه اوددوی ترمنځ چې څه دي په شپږو ورځو کې مې پیداکړي دي سوره رعد کې وایې چې الله الذی رفع السموات بغیر عمد ترونها ثم استوی علی العرش ( )[خدای هغه ذات دی چې اسمان یې له ستني پرته اودرولی دی چې تاسو یې وینی اوپس له هغې استوا په عرش کړی 
دی په سورته اعراف کې هم وایې  إِنَّ رَبَّكُمُ الله الذى خَلَقَ السموات والأرض فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ( ) په سوره طه کې وایې چې [الرحمن علی العرش استوی ] ( )خدای ډیر مهربان ‍دی اوپه عرش یې استوا کړی دی اوزیاتره جمهور مفسرین وایی چې استوی کړی کما یلیق علی شانه  په سوره فرقان کې هم وایی چې [الذی خلق اسموات والارض وما بینهما فی سته ایام ثم استوی علی العرش ( ).په سوره حم السجده کې وایی چې فقضاهن سبع السموات فی یومین( ) اوه اسمانونه یې په دوو ورځو کې پیداکړل اوپه سوره انبیا کې وایی چې  خلق الارض فی یومین ( )ځمکه یې په دوو ورځو کې پیداکړه  اوپه سوره حم السجده کې وایی چې وجعل فیها رواسی من فوقها وبرک فیها وقدر فیها اقواتها فی اربعة ایام  سواَ لسایلین ( ) په ځمکه باندي پاسه غرونه پیداکړل اوبرکت یې په کې کیښود او قوت یې په کې کیښود په څلورو ورځو کې ددې له پاره چې څرګند شي له پاره دسوال کونکو . خوخلص داچې دعیسویانو له نظره هم دونیا ومافیها په شپږو ورځو کې پیدا دی اوومه ورځ خدای دمه کړی اودقران له نظره هم شپږو ورځو کې پیدا دی او په اومه ورځ کې په عرش استوا کړی  استوا نظام یې په خپل لاس کې اخستی  . 
اود ادم پیداکیدو په اړه وایې چې   إذ قال ربك للملائكة إني خالق بشرا من طين  (71فإذا سويته ونفخت فيه من روحي فقعوا له ساجدين  (72فسجد الملائكة كلهم أجمعون  (73إلا إبليس استكبر وكان من الكافرين  (4)
هرکله چې خدای ملایکوته وویل چې زه په څمکه باندي بشرله خټو پیداکوم نو کله یې چې جوړ کړ م اوروح په کې دننه کړم نو تاسو به سجده ورته وکړی نو ټولو ملایکو سجده ورته وکړه خو ابلیس ورته ونکړه اوابلیس دکافرو نه وشمیرل شو نو مقصد ددې ایات دادی چې بشر یې له خټو پیداکړی اوبیا یې روح په کې دننه کړی دی اوپه سوره بقره کې خدای دادم پیداکیدو په اړه دملایکو سره مشوره کوی وایې چې وإذ قال ربك للملائكة إني جاعل في الأرض خليفة قالوا أتجعل فيها من يفسد فيها ويسفك الدماء ونحن نسبح بحمدك ونقدس لك قال إني أعلم ما لا تعلمون) )
هغه مهال چې خدای ملایکوته وویل زه په ځمکه کې خلیفه پیداکوم هغوی ورته وویل چې داسي څوک پیداکوي چې په ځمکه باندي فساد کوی اوویني تویه وي نو موږ خو دې عبادت کوو خدای په جواب کې ورته وویل چې په کوم څه زه پوهیږم تاسو پري نه پوهیږی ابن کثیر تفسیر ددغه ایات په تشریح کې وایی چې خلق الملایکه یوم الاربعاء وخلق الجن یوم الخمیس وخلق ادم یوم الجمعه ( ) (دڅلورم په ورځ یې ملاییکي پیداکړي دپنځم په ورځ یې پیریان پیداکړل اود جمعي په ورځ یې ادم پیدا کړ) په بل ځای کې وایې چې :{ يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالأرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا (   )
ای خلکو تاسو له هغه خدای وویریږی چې تاسویې له یو سا پیداکړی اوله هغه څخه یې ښځه پیداکړه اوله هغوی څخه ډیر سړي اوښځي پیداکړی کله چې هوا دادم له پوښتي پیداکړه چې رابیدارشو نو ګوری په څنګ کې ښځه ورسره دی نو میلان یې ورته وشو اودښځي میلان ده ته وشو نو تفسیر زحیلی دنسایی په حواله رانقل کوی چې خدای ادم له خاورو پیداکړو نو ټول ارمانونه یې په خاورو پوری تړلی دی او ښځه یې له ادمه پیداکړه نو ښځه ټوله په سړیو پوری منحصر دی نوسړیو ته وایی چې تاسو ښځي ځان سره وساتي نودلته هم دبایبل اودقران ترمنځ ډیر تفاوت نشته دی مقصد داچې دقران په رڼاکې ادم له خاور پیدادی خدای ساه په کې اچولي او هوا له ادمه پیدا دی اودواړو بیا په جنت کې وو نو دبایبل په وینا دژوندانه ونی ته به نه نږدی کیږی اودقران کې هم همدغه خبره دی چې  وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ فَكُلَا مِنْ حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هَذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ (  )                    
له دغې وني څخه مراد دعنم ونه دی یا دانځر دی اویا دژوندون ونه خو اختلاف په کې دی اوپه بل ځای کې وایې چې وعلم ادم الاسماءکلها ( ) خدای ادم ته ټول نومونه وښول کمپیوټر،انټرنټ ،ویب سایټ،سیډي،ډیوډي ،ټیلفون،موباییل اوهمداسي نور نودقران په رڼاکې ادم په دې ټولو باندي پوهیده
په دیني نظریه کې دعیسی خدای اود محمد خدای خپلو نازنینو پیغمبرانو ته وایې جې ما ادم له خټوپیداکړ اوله ادمه مې  هوا پیداکړه اوله دواړومې نورانسانان پیداکړل داوس داسي مرحله دی چې دقران صریح نص وجود لري هیڅ توجی نشي کیدای چې دهوا پیداکیدنه له ادم څخه دی اوادم له خاورو څخه
حکمتیار نظریه:
حکمتیار ګلبدین هم په بایبل دقران په رڼا نومي کتاب کې  چې داسلام دساینس سره برابروی اوکوښښ کوي چې اسلام په نوي بڼه خلکو ته وړاندي کړي هغه وای چې دغه شپږ ورځی اوسنی ورځی نه دی بلکې دغه شپږ دوری دی ( ) نوره یې ځان تیر کړی کومه توجي نه دی ورته کړی مصطفی حسینی طباطبایی هم په (خیانت درګزارش تاریخ نقد بیست سه سال رسالت )نومي کتاب کې لیکلي چې مقصد دشپږو ورځو نه شپږ دوري دي نوره یې ځان تیر کړی دی کومه معقوله اومنطقی توجی نه دی کړی ( ) فتح القدير تفسیر وايي چې: { إِنَّ رَبَّكُمُ الله الذى خَلَقَ السموات والأرض فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ } هذا نوع من بديع صنع الله وجليل قدرته ، وتفرّده بالإيجاد ، الذي يوجب على العباد توحيده وعبادته . وأصل ستة سدسة ، أبدلت التاء من أحد السينين ، وأدغم فيها الدال ، والدليل على هذا أنك تقول في التصغير سديسة ، وفي الجمع أسداس ، وتقول جاء فلان سادساً . واليوم من طلوع الشمس إلى غروبها ، قيل : هذه الأيام من أيام الدنيا . وقيل : من أيام الآخرة ، وهذه الأيام الست أولها الأحد واخره الجمعة ، وهو سبحانه قادر على خلقها في لحظة واحدة ، يقول لها كوني فتكون ، ولكنه أراد أن يعلم عباده الرفق والتأني في الأمور ، أوخلقها في ستة أيام لكون لكل شيء عنده أجلاً ( )(خدای په خپل قدرت اودده په جلالیت سره یې دونیا په شپږو ورځو کې پیداکړی دی داسی خدای دی چې په خلکو باندی عبادت اووحدانیت واجب دی اوله ورځي نه مقصد دلمر راختونه تر ډوبیدو پوري دی اوچا ویلي چې دورځو نه مراد ددونیا ورځي دی اوچا ویلي چې داخرت ورځي دی چې اوله ورځ یې شنبه اواخرنی جمعه دی اوخدای قادردی په یوه لحظه کې هم دونیا پیداکولی شی چې ووای چې شا هغه کیږی خدای شپږ ورځو کې ځکه دونیا پیداکړي چې خدای سره دهرشي نیټه معلومه ده )خو دغه توجی په بایبل کې هم کیدای شی له دې موضوع تیریږم داچې ځیني علما دشپږو ورځو له پاره توجیي کوي توجي بې مورده دی ځکه چې کوم مفسرین چې پخواني دی  هغوی تفسیر په دې بنا دی چې خدای پاک هرڅه په یوه لحظه کې هم کولی شي هغه قادر اوتوانه ده اود قران صریح نص دی چې بديع السماوات والأرض وإذا قضى أمرا فإنما يقول له كن فيكون   (خدای پاک دځمکو اواسمانونو پیداکونکی دی اوکله چې کوم کاروغواړی په هماغه ثانیه کې کولی شی) اوکوم چې نوي مفسرین دی هغوی کوښښ دادی چې قران دساینس سره برابر کړي خو قران دساینس سره نه برابریږي ځکه چې تا ټول مسایل دساینس په کچه تلی نو دساینس دتجربو له پاره دوه شرطه دی یو دادی چې په کوم څه تجربه کوي دا به مادي وی دویم په زمان اومکان کې به یو والی وي  دبیلګي په توګه ته غواړي په ساینس باندي جنت ثابت کړي نو دا ځکه نه کیږی جنت ددین له نظره په اینده کې دی اوتا اوس تجربه ورباندي کوي دادیانو عقیدوي مسایل په غیر محسوساتو باندي ولاړ دی اوساینس دمحسوساتو سره کار لري دادیانو ټول موضوعات به علم رابرسیره کوي خو زموږ خضرات بیاهم توجی ورته کوی څومره چې علم پرمختګ کوي هغومره اوهام له منځه ځي اوبیا دغه احمق اونادان خلک وایی چې ټولي اختراګاني کافرو له قران څخه اخستي نوزه نه پوهیږم چې کافر چې قران نه مني اوته پري مین یې ته یې نشي کولی هغه یې کولی شي عجبه پوهه اومنطق دی خو دابه هم اومنم چې شپږ دوري دی نو بیا خدای دورځو نوم ولي ورته ورکړی ددورو نوم یې ولي نه ورکولو ؟عجبه خبره خو دادی چې کله دونیا پیدا کیده نو ځمکه ،لمر اوسپوږمی نوه نه لمر راخته اونه ډوبیدو نو شپه اوورځ له کومه شوه جمعه اوشنبه له کومه شوه؟ نو قران  چې یو الهي کلام دی په بار بار یې شپږ ورځي ذکر کړی دی اوپه نورو ادیانو کې هم  نو له دې معلومیږی چې ادیان ټول یو بل سره ورتوالی لری اوکوم څوک چې قران دساینس سره برابروي دوی ډیر اشتباه کوي ځکه چې ساینس بدلون مومي اوقران داسلام له نظره بدلون نه مومي  خو کوم مفسرین چې قران دساینس سره برابروي دوی به پخوانیومفسرینو ته څه جواب وایې دوی به  دجلا لین تفسیر لیکونکي ته څه جواب وایې هغه وایې چې دونیا د غوایه ښکر باندي ولاړه دی کله چې ستړی شي نو دونیا دیو ښکر نه بل ته بدله کړي نو په دغه وخت کې زلزله شي  بله اساسي خبره دادی چې دغه خضرات په اسلام باندي هم عقیده نه لري بلکې اسلام اوادیان یې دخپل ژوند تیرولو له پاره وسیله ګرځولی دی او کوم څه سره چې داسلام اوادیانو حقیقت رابرسیره کیږی نو هغه ځای کې دوی توجي کوي ځکه چې خدای قادر دی په کن فیکون سره هرڅه کولی شي اودادي عقیدي اساسي مسله دی اوڅوک چې عقیدو اساسي مسایل نه مني داسلام له نظره له اسلام څخه خارجیږی نو خدای چې دغوایه په ښکر باندي ځمکه اودرولی شي له ستنو پرته اسمان اودرولی شي اوښ اونهنګ په شان حیوانات پیدا کولی شي له عدم څخه دونیا پیدا کولی شي له خاورو څخه ادم پیدا کولی شي اوله ادم څخه هوا ،له پلار پرته عیسا پیدا کولی شي له میړه پرته مریم حامله کولی شي په ماهي ګیډه کې یونس پیغمبر روزلی شي په رود نیل کې موسی ساتلی شي فرغون په دونیا کې غرق کولی شي نوح ته زر کاله عمر ورکولی شي  اودونیا ټوله دطوفان نوح نیولی شي یوازي نوح اودحیواناتوجوړه په کشتی کې ساتلی شي یوسف ته زلیحه ځوانه ورکولی شي اصحابه کهف دري سوه کاله په غار کې ویده کولی شي یاجوج اوماجوج په دیوال باندي بندولی شي یولک څلورويشت زره پیغمبران ددونیا اصلاح له پاره رالیږلی شي حضر ته ټول عمر زندګي ورکولی شي شیطان اوجنات له اوره پیدا کولی شي دمحمد زړه څیري کولی شي زینب محمد ته روا کولی شي یوویشت ځله دعمر په خوښه وحی پر محمد نازلولی شي محمد ته درویشت ښځي روا کولی شي انسانان له مرګ وروسته په یوه شپلی ژوندي کولی شي نو ایا داسي یو څوک چې داسي کارونه کولی شي نو ایادونیا شپږ ورځي پریږده په یوه ثانیه کې هم نشي پیدا کولی؟؟؟ نو حکمتیار اودغه نور اصلا خدای ته سم معتقد نه دی څه اړتیا دي چې دفیلسوفانو نظریو سره قران برابروی په خپله ابو الکلام ازاد په ترجمان القران کې وایې چې کله چې تفسیر له طبعی حالات نه وضعي په طرف بیایې نو هغومره موضوع پیچیده کیږي اود قران حقیقت له منځه ځي( )خوپه دغه اصل باندی نوي مفسرین چې خپلي ګټي په دین کې ګوری عمل نه کوي که عمل پري وشي دین په مسجد کې پاتی کیږی  ځکه چې ددین حقیقت روښانه کیږي اوخلک ورباندي پوهیږي ادیان دوخت سره سم قیصی اوداستانونه وه نو علم برمحتګ وکړ ثابته یې کړه چې ځمکه دغوایه په ښکر باندی نه دی ولاړه بلکی غرونه هم به ځمکه باندی میحونه نه دی ځمکه حرکت کوی نو قران که هرځومره وایی چې وجعلنا الجبال اوتادا خو علم یې نه منی میخ پاسه ټک وهل کیږي اوغرونه دځمکي دبړاس په پایله کې له ځمکي څخه خوټیدلي دی  نوداچې دقران خبري دعلم په پراختیا سره غلطي ثابتیږي بیا ورته توجي کوي خو توجی کیدنه په خپله داسلام له نظره په غلطه دی دادم دپیداکیدو په اړه دمحمد امتی ښاعلی ګلبدین حکمتیار دانسانانو قاتل جعلی عالم دمحمد اود عیسی دخدای برخلاف دډاروین نظریه په قران کې ورځای کړي  ښاعلی حکمتیار په بایبل دقران په رڼا نومي کتاب کې په عیسویانو باندی رد کوی وایې چې:
((مونږه هره شیبه په خپلو سترګو ګورو چې الله تعالی ژوندي مخلوقات څنګه پیداکوي څنګه یې لومړی خاوري جوړوي څنګه روح په کې پوکوي اوژوندی مخلوق تري جوړه وی ایا دغه څه چې موږ یې وینو له هغه څه سره مطابقت لري چې بایبل یې دادم دپیدایښت په اړه وایی ؟ ایا دژوندیو شیانو په پیداکیدو کې دالله تعالی سنت همداسي دی چې لومړی دیوه شي مجسمه جوړه وي بیای په پزه کې روح ورپو کوي اوژوندی مخلوق تري جوړه وي ؟ایا دبایبل لیکونکي اومنونکي همداسي پیداشوي ؟که دوی داسي نه دی پیداشوی نو ددوی جد ادم ع به ولي داسي پیداشوی وی الله تعالی خو انسانان حیوانات اوبوټي داسي پیداکوي چې په سرکې وړوکي نطفه وي وروورو ستره شي اویو بشپړ ژوندی مخلوق تري جوړ شي)) ( ) اودغه عینی دډآروین نظریه ده چې نوموړی هم پیروی کوی نو بیا دې دغه مظلوم ملت داسلام په ویوکو نه غولوی اونه دی انسانان داسلام په نوم وژنی نوره وژل همدومره بس و اسلام اوجومات دولت اوسیاست سره مه ګډه وی
وماعلینا الاالبلاع