د قربانیانو د ورځې د يادون په پار د حق بنياد د غونډې راپور

 د غويي ۷, ۱۳۹۸ چې د اپرېل له ۲۷، ۲۰۱۹ سره سمون لري د قربانیانو د حق بنياد هر کال د غويي په اوومه د تېرو څلورو لسيزو د قربانیانو يادغونډه جوړوي. دغه نېټه ځکه غوره شوې ده چې د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې خونړی کودتا د تېرو يوڅليېښتو کلونو د کړکېچ پيلامه وه، يو داسې کړکېچ چې په ميليونونو قربانۍ يې وزېږولې او هره ورځ د قربانیانو شمېر ډېروي.

ښږ کال د قربانيانو یادغونډه د اپرېل په ۲۸مه د هالند په لايدن ښار کې د لس ګونو هالند او المان مېشتو قربانیانو په ګډون جوړه شوه. د پروګرام په پيل کې د غونډې چلوونکي رابللو مېلمنو ته هرکلی وويل او بیا په امستردام کې د امام ابوحنيفه رح د جومات امام، قاري سيد زاهد مجاهد له خوا د قران مجيد د څو ايتونو په تلاوت غونډه پيل شوه. ورپسې د حق بنياد ريس، ښاغلي مسعود الله نيازي د «حق بنياد او د ازادۍ د لارې د پرځنګوالو يادون» تر عنوان لاندې خپله ښايسته پرانېستې وينا ګډونوالو ته واوروله. په خپله وينا کې ښاغلي نيازي وويل چې د حق بنياد د عدالت غوښتنه د ټولو دورو د قربانيانو، د ۱۳۵۷ کال د غويي له اوومې نیولې تر نن پورې، له پاره ده. نوموړي د غويي له اتمې وروسته هغه جفاوې چې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې د پرځنګوالو وينو ته شوې او هغو جنايتونو ته په اشارې سره چې د ملکي وګړو په حق کې وشول، زياته کړه چې د غويي له اتمې مخکې زموږ وطنوالو د هېواد د خپلواکۍ له پاره د شوروي اشغال پر ضد په صداقت جهاد کړی او ډېرو يې په دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا اړينه ده چې د دوی او هغو کسانو تر منځ د توپير سره کرښه وايستل شي چې د غويي له اتمې وروسته يې د واک له پاره جګړې وکړې او جنايتونه يې ترسره کړل. ښاغلي نيازي زياته کړه چې د حق بنياد يو ټولنيز سازمان دی چې موخه يې د عدالت غوښتنې په لاره کې د قربانیانو انسجام ده څو په دې وسيله د هېواد دخپلواکۍ او ازادۍ د سپېڅلتيا او د انساني حرمت او کرامت پيغام راتلونکو نسلونو ته ورسوي. ورپسې ښاغلي محمد بشير اماني په خپله وينا کې د يادو پېښو او په تېرو څلور لسیزو کې د جنايتونو لنډه ارزونه وکړه او د عدالت غوښتنې پر اړينتوب او په دې لاره کې د قربانیانو پر فعاله ونډه اخيستنې ټينګار وکړ. بيا، د غونډې بل ویناوال او د «کړاوونه سپېڅلي وو» د کتاب ليکوال ښاغلي رهرو د قربانیانو له لوري په تېرو ۴۱ کلونو کې د جنګي جرمونو پر مستند کولو او د پېښو د انځورولو پر اړينتوب رڼا واچوله او په دې اړه يې ناغېړۍ ته ګوته ونيوله. ورپسې د بېلابېلو ټولنیزو او سياسي پوړونو د مطلقو قربانیانو د غږ او انځورونو له نندارې وروسته وقفه اعلان شوه. له وقفې وروسته د غونډې لومړنی ويناوال ښاغلی فروتن و چې پر افغانستان باندې د امريکا او انګليس له يرغل وروسته پر جنايتونو وغږېد. وروسته له دې چې د خپل بحث اصلي ټکو ته يې اشاره وکړه، نوموړي د تېرو اتلسو کلونو د ناخوالو پر وجې رڼا واچوله او د جرم د ثبوت سره سره ، د اعدام د سزا سره مخالفت د ښاغلي فروتن يو له دریځونه څخه و. وروسته ښاغلي حمزه نيازي، د يو ځوان افغان په توګه چې په هالند کې زېږېدلی د جنګي جرمونو په توګه د هغه جرمونو په رسميت پېژندنه چې په افغانستان کې ترسره شوي د نړيوالې دويمې جګړې وروسته د اروپا پر تجربو د ډډې اچونې پر ارزښت رڼا واچوله. نوموړي د جرمونو د تکرار په مخنيوي کې د عدالت غوښتنې او همدا راز په دې اړه راتلونکو نسلونو ته د مالوماتو د ورکړې پر ارزښت ټينګار وکړ. ورپسې ښاغلي فقيري د حق بنياد د فعاليتونو او پروژو په هکله حاضرينو ته لنډ مالومات ورکړل چې ځينې يادې بېلګې يې دا دي: قربانیانو ته د مالوماتو رسونه او د حق بنياد سره د دوی د اړيکو انسجام، د قربانیانو د مالوماتو يوه دیجیټلي زېرمه، د قربانیانو د ورځې يادغونډې جوړول، کوربه هېواد ته د مالوماتو د ورکړې په موخه په هالند کې د لايدن او تلبورخ په ښارونو کې د پوهنتونونو سره د ګډو علمي فعاليتونو پيلول او د وېب پاڼې، فېسبوک پاڼې او نورو ټولیزو رسنيو په وسيلې د تېرو ۴۱ کلونو په ترڅ کې د جنايتونو او د دغه جنايتونو د قربانيانو مستندکول او په اړه يې د مالوماتو ورکړه. د ويناوو او د مالوماتي خبرواترو په لړ کې د قربانیانو او د تېرو څلور لسیزو په بهير کې زموږ د غم لړلي هېواد په هکله ښايسته شعرونه وويل شول او همدا راز د تيرو څلورو لسیزو د پېښو او قربانيانو د انځورونو ننداره د حاضرينو پام ځان ته واړوه. د ورکشاپ په برخه کې حاضرينو په خپله خوښه په يوه له هغه څلورو ورکشاپونو کې ګډون وکړ چې په افغانستان کې د بېلابېلو بشري حقونو په هکله جوړ شوي وو. د بشري حقونو نړيوال کېدل، د عدالت غوښتنې او د جنګي مجرمينو د محاکمې اړينتوب، د امنيت په پلمه د عدالت د پلې کولو بې بنسټه ځنډول او په اروپا کې د بنياد د فعاليتونو د پراختيا له پاره د وسيلو او لارېدو چارو لټون د دغه ورکشاپونو د بحث موضوعګانې وې او د ورکشاپونو د پايلو راپور يو ګډونوال وړاندې کړ. وروسته د ګډونوالو د وړانديزونو او اندونو وار راورسېد. لومړی، په هالند کې د افغانستان د سفارت مرستيال او لومړي سکرتر ښاغلي عالمي بلخي د بنياد د فعاليتونو پر اړينتوب او ګتورتوب باندې د ټينګار سربېره، پر عدالت باندې د امنيت د لومړيتوب او يا نه لومړيتوب په هکله وغږېد. د نوموړي په اند په دې اړه پرېکړه به په همغه ځانګړې وخت کې د عيني شرايطو تابع وي. د ګډونوالو پوښتنې او اندونه هم په همدې تړاو وو. ډېری ګډونوال په دې اند وو چې د عدالت ځنډول امنيت ته کومه ګټه نه رسوي. په پای کې ښاغلي صبور ميرزاد د قربانیانو دغه يادغونډه وارزوله. د دغه ارزونې پر بنسټ په ټوليزه توګه غونډه مثبته وه. دغه غونډه په ۱۸:۱۵ بجو د اخلاص او مينې په فضا کې پای ته ورسېده. پای

اخبار روز

13 سرطان 1403

BBC ‮فارسی - صفحه افغانستان BBC ‮فارسی - صفحه افغانستان

کتاب ها