لویه تاریخي تجربه

چې  سرخوړلو اېډیالوژیکو دریځونو په ګونګه خړه کی له پامه غورځېډلې  د  افغانستان د استقلال بشپړولو د سیاسي ډېپلماتیکو هلو ځلو ننداره او د قبایلو رول 
سریزه:  د دراني تیمور شاه له مړېنې وروسته معاصر افغانستان د ستر سیاسي کړکیچ په توپاني څپو کې راښکېل شو.

د تاج او تخت په سر قدرت ترلاسه کولو لپاره د ده د زامنو او همدغه راز پدې خونړیو حالاتو کې د بارکزي پاینده محمدخان د زامنو حضور او تربګنیو، د خپلمنځي جګړو او وژلو په ناورین کې د هېواد راتلونکۍ برخلیک ډېر زیانمن او له ښکیلاکې بلوسنې او دباونو او لاسوهنو سره غاړه غړۍ او د ورکاوي کندې ته وروکاږه. د هند په نیمه وچه د انګریزي ښکېلاکګر برلاسي او بیا افغانستان ترپولو رامخ ته کېدل او په پای کې افغانستان پرخاوری تیرۍ او د هېواد استقلال له منځه تلل هغه څه وو چې بستز ېې کورنیو ناخوالګرو مساعد کړ. د هېواد سهیل ختيخې ډېرې سیمې چې لوی هند سره همپوله وې له لاسه ووتې او په افغانستان نیغ په نیغه دوه ځلې یرغل نه یوازې د هېواد د سیاسي کېوتون لامل شو دغه راز سیاسي - جغرافیايي سختو محدودیتونو سربېره نړۍ سره ېې طبیعی او ازادې اړیکې پرې او د حاکمیت له ادارې ووتلې.  سترو ښکیلاکګرو هېوادو ترمنځ د ګټو او  مستعمرو پر سر جګړو او کورنیو ننګوونکو حالاتو او دې سره جوخت استعماري  ضد وېشتیا او مبارزاتي انسجام د افغانستان د استقلال دریمه جګړه رامنځ ته کړه.
افغانستان له نړېوالې جګړې وروسته او د انګریزی استعمار نړېځواک د ستوري په لوېدلو کې  لومړۍ هېواد ؤ چې د استعماري کړ‎یو د شلولو ګام ېې واخیست او د استقلال جګړې په پیلولو سره ېې انګریز څخه د خپلواکې ترلاسه کولو داعیه په راولپنډ کې د سولی د میز پر سر د انګریزانو مخې ته  کېښوده او افغانستان بې لدې چې د انګریزانو د «هو» او یا «نه» وئیلو په تمه شي خپل استقلال ېې اعلان او انګریز نه ېې رسمی توګه د هغه د منلو غوښتنه وکړه. او دغه راز افغانستان نړیوالې ټولنې له لوری د هېواد د استقلال په رسمیت پېژندنې ته د خپلو هلو ځلو او د بهرني سیاست په سرلیک کې ځای ورکړ. نړیوالو ډېرو هېوادونو ېې هرکلۍ وکړ خو اصلی لوري بیا هم بریتانیا وه، چې دخپلواکي رسمي پېژندنې سند لاسلیکولو چارې ېې ډېره موده وځنډولې او دغه بریا له سیاسی ډېپلوماتیکو ستړو ستومانیو وروسته  په ۱۹۲۱ کال کې یا په بله ژبه د ډېپلماتیکې مبارزې د اوږد واټنه هلو ځلو د مجادلې په ډګر کې تر لاسه  شوه.
ځکه چې انګریز د سولې له اعلامېې وروسته له ناغیړیو کار اخیست او په وړاندی وروسته کېدو ېې وخت تېراوه  څو هغه شرایط یا حالت رامنځ ته کړي چې د  امکان په صورت کې حرکت شنډ یا شاتګ ته اړ کړي، ځکه چې رامنځ ته شوی رژیم او حالات ېې  خپلو ګټو او هیلو سره برابر نه بلل. نوېې سیاسي او ډېپلوماتیکو دباونو  ته مخه کړه. سیمه کې د اوبو له خړوبولو نېولې تر دوه اړخیزو ډېپلوماتیکو اخوا لوبو پر لور په منحرفولو او دسیسو هم لیګا شو. خو افغانستان وتوانید په ملی یومټېتوب او همغږۍ  د ډېپلوماسي اوزارو کارولو سره هممهاله د قدرت نندارې په ښودلو سره د دېپلوماتیکو هلو ځلو ډګر هم تود او  وګټي. 
اړتیا:  
د استقلال مشران د ډېپلوماسي په ډګر کې څنګه او ولي بریالي شول؟ دغه ډګر که څه هم ډېرو اوزارو او ملي او نړیوال لازم ملاتړ ته اړتیا لري خو همدا ترلاسه کول او کارول هغه څه دي چې په رغنده فعالو ډېپلوماتیکو، او همغږه مجادلو ترلاسه کیږي. 
دا مهال چې افغانستان له کورني اړ و پیچ سربېره په تیره بیا دبهرني اړخ له پېچلتیاو سره مخامخ دی او نړیوال  انارشیو ډک  نظام په تاوجنو سیالیو کې ارزښتونه لا هم د ګټو او قدرت په بنسټ توجیه کیږي نو د سترو پریکړو او تړونونو خبره هم د ګټې او قدرت پر مراندو ولاړ دي او ملي موخو حصول لپاره مټورو احساساتو ترڅنګ ژور پوهاوي، ګډې ژمنتیا او همغږي ته اړتیا لري کوم څه چې د استقلال  د مشرانو پیلیزی فعالی دېپلوماسی ننداری ته وړاندې کړل. 
د افغنستان ګرچاپېره حالاتو ننګونې او فرصتونه:
د افغان  او انګلیس دریمې جګړې او د راولپنډۍ د سولې له معاهدې وروسته د افغانستان د خپلواکۍ د بشپړ تثبیتولو او بریتانیا سره د تعلقاتو څرنګوالی مسئله ګونګه پاتې شوه. د استقلال بهرني سیاست بشپړولو ډېپلوماتیکې پروسې په بریالۍ توګه پرمخ وړلو،  فعالو تعاملاتو، خوځښتونو او چنې وهلو او یوې فعالی او عقلمنې ډېپلماسۍ غوره کولو ته اړتیا درلوده . او تاند راټوکيدلي نظام ته سیاسي ډېپلوماتیکو تعاملاتو له لوړو ژورو اوښتل او دولتونو ترمنځ په مناسباتو کې له پټو پېچلو تېرېدل کوم اسانه کار نه ؤ. 
د افغانستان د خپلواکۍ مخکښانو چې د استقلال  ترلاسه کولو لومړني ګامونه ېې اخیستي وو په پام کې لرل چې خپلې هڅې ګړندۍ  اود استقلال وروستي ګام بشپړ کړي نو د موجودو انګیزو او حالاتو له مخې د استقلال بشپړولو په موخه څو اړخیزه عرصه کې لاس پکار شول. د دې هر اړخیزو هلو ځلو د کار منځټکۍ یا محور د استقلال بشپړېدو پر محور څرخېده.  د استقلال مشرانو تر ۱۹۲۱ کال پورې خپلو مجادلو کې د مجادلې په ستونځو پوه شوي او ډېر څه ېې زده کړي وو.. او دا پوښتنه رامنځ ته شوه چې د موخي وروستيو پړاوونو په لوبه کې سیاسي دباونو ترڅنګ د ډېپلوماتکو هلو ځلو مبارزه اغیزمنې لاروچارې، سیاسي بصیرت او هنر، ځيرتیا او پرتلنه کووونکی پوهاوي، همغږي او د مشرتابه فکري عملي یوالۍ او ګډو تدبیرونه ایجابوي. ستونځه د ګڼو اړخونو په پام کې نېول او اصلی موخي ته رسیدو لپاره د هغوی سره غوټه کول هم وو. یانې داچې په اوږدمهال لید لوری کې د ډیورند کرښې آخوا  مبارزینو د هیلو د هلو ځلو په پام کې نېول، په تېره بیا قبایلو ته پاملرنه، لنډ مهال کې د استقلال مشرتابه د سیاسي ډېبلوماتیک تکل موخې او اوزار هم ګڼل کېدل.  
بله خوا  د استقلال مشرتابه دا بلل که چېرې موکه برابره شي دا لوی امانت او ارمان ترسره او رېښتیاني کړي ځکه چې هم د دې سیمې د مسلمانانو هيلې پکې نغښتې وې او هم پدې  صورت کې افغانستان به دا موکه ترلاسه کړي چې د دې اسلامې هیوادونو د اتحادېې سرلارۍ شي. او شوروی لورۍ هم دې ټکې ته متوجه ؤ. نو افغان لوري کله چې د استقلال سوبه یقینی او مخ په بشپړېدو شوه نو لازمه وګڼل شوه څو د همدې هېلو ترسره کوونکو ملاتړ وکړي.  او دا اړتیا وپېژندل شوه چې د دې چاپېریال حالات څنګه د سیاسي بشپړیدا ټاکونکو مبارزو په ډګر کې خپلو اصلي هلو ځلو سره هم وتړي. نو همدې امله ېې بهرني خوځښتونه او فعالیتونه خپلو سیاسي – ډېپلماتیکو تعاملاتو سره مل او پیوند کړل. او خپل استازۍ اوږدمهاله سفر لپاره نړۍ سره د آزادو اړیکو ټینګولو او په رسمیت پېژندلو په نیت ولیږه او مخامخ سیاسی ډېپلماتیکې مجادلې اړخ کې ېې بین المللي او سیمه ایز چاپېریال له فرصتونو او ننګونو ګټې اخېستو سره جوخت د خپل فعال سیاست دېپلماتیکې لوبی اغیزمنتیا او هم  د خپلو امکاناتو زور نندارې ته وړاندې کړل. 
څو اړخیزې هڅې  او یو محوریزه فعاله دېپلماسي 
 پداسی حال کې چې د هیوادونو بهرنی سیاست او ترمنځ د اړیکو تعامل شرایط، اړین اوزارو او علمی تجربوي وړتیاوې غواړي نو داسې چارو سره مخامخ کېدل چې نویو خپلواکو هېوادونو سیاسي کلتور کې مخینه ونلري افغان دولت لپاره له ګواښنو ډکه ازموینه وه چې بشپړ همغږۍ، سیاسي بصیرت ، کره پوهې او ځیرکتیا  ته ېې اړتیا درلوده. افغان مشران لدې درنې او له ځغم  او ستړیاو ډکې تجربی سره مخامخ شول.
د استقلال لسیزې د پېليزو تجربو پوهه افغانانو ته له ډېرو اړخونو مهمه ده او دامهال هم لدې امله اهمه ښکاري چې د هېواد د نن او پرون  تړون او په نوي انداز کې تکرار په ډاګه کوي.  دا پرون –  د استقلال لسیزه – له ټولو ماتو ګوډو او توپيرونو سره سره د زدکړی او عبرت پاخه ټکې هم لري.  استقلال جګړه وګټله خو د لوبی پای لا ښکاره نه ؤ سیاسی ډیپلماتیکه لار  اغزنه او د شنډولو ننګونی ېې لا پاتی وې. 
نړیوالو مناسباتو او بین الملل اړیکو کې د یوه مستقل او خپلواک هېواد د سر راپورته کولو لارو چارو د زړو امپراتوریو له حالاتو او شرایطو سره بشپړ توپير درلود.  دا کړاوجن مزل د بصیرت او د زور په مټ پر لوړو ژورو تیریدل او د نوې مجادلې عملیاتی ګامونه شمیرل کیدل.  انګلیس  د خپلو ماتو ترخې تجربی درلودی خو انګلیس د خپلو تجربو په لوی منظر کې د افغانستان بشپړ استقلال. د آسیا په زړه کې او د لوېې لوبې په جیوستراتژیک درشل کې  ځان لپاره لویه جیوپولیتیکه ماته انګیرله او دا کار انګلیس لپاره یو ناورین شمېرل کېده نو همدې امله انګلیس د اړیکو لړۍ پېچلې او او په وخت وژنې سره ځنډوله بله خوا د افغانستان حالات هم د وخت په تېرېدو سره د سترو ځواکونو ترمنځ  په سیمه ایزو لانجو او اړ او پيچ کې لویدل. لدې برخلیک ټاکونکو حالاتو په بریالۍ توګه وتل او انګلیس بشپړ منلو ته اړ ویستل،  د استقلال مشرانو او د امانی دولت سروالانو همغږي، یوخوله توب او یولاسه هلو ځلو ته اړتیا لرله.  دلته د استقلال د هوکړې بشپړولو هغو کړنو ته پاملرنه شوې او لنډ انځور ېې وړاندی شوی چې نه یوازی د دې هیواد په تېر مهال کې مخینه نشته دا مهال هم  هغې ډېرې مهمې تجربیث زدکړو ته پاملرنه نده شوی چې البته دا کار ډېر لاملونه لري چې تر هرڅه مخکی یو مهم هغه ېې د ملی محوره دریځ ځواکونو او د هغه اصیلو سروالانو نشتون دی .  دغه کار د افغان سیاسي مشرانو او دولتوالو لومړۍ او بیساری تجربه وه او پدې توګه د خپلواکۍ مخکښان د هېواد د نوې دېپلماسي پیلامګر او مخکښان هم دي. د استقلال له اعلانولو وروسته په کابل کی انګلیس لخوا د افغانستان د بشپړ پېژندنې تر لاسلیکولو پورې افغانستان پر سر د سترو هیوادونو لخوا د پټو او ښکاره هلو ځلو بهیر هم جاري ؤ. د افغان مشرانو د بشپړخپلواکی د هوډ ترڅنګ، روس او انګلیس هم  هر یوه خپله خپله موخه تعقیبوله. انګلیس هڅه کوله د استقلال پروژه ماته او یا نیمګړی کړي. او یا داسی حالت هم په پام کې ؤ چې افغانان د یوه زبرځواک په پلوۍ د بل په وړاندی وکارول شي.  
د دې سترو ځواکونو د ګټو  ټکر او تضاد، سربیره پر دې چې په سیمه کې ېې د ګټو نه جوړجاړۍ او متقابل تاوتریخوالۍ په ډاګه کاوه دا حالت افغان لوری لپاره هم لویه ننګونه  وه او هم  فرصت ګڼل کېده. د پټو معاملو بندوبست او افغانانو په وړاندې د پردې تر شا- غیابی پریکړو اټکل هم کېده.  انګلیس او روسیه له افغانستان سربیره دواړه په سیمه کې د خپل نفوذ د څرنګوالي اندیښمن هم وو. د یادولو وړ ده چې دا مهال بین الملل نظام کی د پخوا پرتله ژور بدلونونه راغلی وو چې دلته ېې د سپړنې او بحث مجال نشته. سوسیالیستې روسېې د تزاری امپراتورۍ ځای نېولی ؤ . نوې روسیه په لنډ مهال کې یو فرصت ؤ خو دې فرصت څخه ګټه پورته کول نه وړیا وه او نه سپین سپېڅلي. د روسېې د نویو مشرانو او افغان مشرانو ترمنځ فکري تباین ژور ؤ او یو اړخیزتوب هم افغان ډېپلوماسي زیامنوله او هم ېې د هیواد راتلونکي ګواښوله. خواو ته باید وښودل شي چې خپلواک افغانستان ېې په ګټه دی. افغانستان د نفوذ سیمه کېدل هم دواړو سترو ځواکونو ترمنځ د منلو نه وه او نه افغان لوري دې ته غاړه کېښوده. 
افغانستان جیوپولیتیک او جیوستراتژیک لحاظه دواړو لورو ته د اندیښنې او وېرې مسئله وه. لاسرسی او ساتل ېې دواړو لورو ته ناشونې او مخامخ او پوله په پوله کېدل وو. کومه ضربه چې د استقلال مینه والو له خوا انګلیس ته وارده شوی وه استعماري دود دستور کې لویه ګستاخي بلل کېده. او بله خوا سترو ځواکونو ترمنځ افغانستان پرسر مخامختیا افغانانو ته هم د دې موکه ورکړه څو دواړه لوري دې ته متوجه کړي او دا ورته تفهیم کړي چې دمستقل افغانستان هوکړه یوازینۍ معقوله او مسئولانه لاره ده. بله دا چې د سوسیالیستی روسېې او انګلیس فکر لوري یوشانی نه وو. بلشویکانو دا مهال په اسیا کې د تزاری روسیې تر واکلاندی سیمې تر خپل سیاسي - ایډیالویک چتر لاندې راوستې او بلشویکې کولو هلوځلو چارې ېې ورځ تر بلې ګړندی او ټینګې کړې. انقلابی سرلیک لاندې ېې خپلې آزانګی د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسولې او انګلیس، پخوا پرتله د هند په تړاو له بلشویکانو څخه زیاته وېره  او اندیښنه پیدا کړه.  انګلیس په وړاندې د اماني دولت غوڅ دریځ همدې امله  هم هغوی ته د منلو نه ؤ. 
روسېې انګلیس په وړاندې د افغانستان له دریځه ملاتړ کاوه خو دې ملاتړ ترڅنګ، په منځنۍ آسیا کې له روسېې ضد ځواکونو څخه د افغانستان ملاتړ د بلشویکانو حساسیتونه راپارول. د افغانستان د استقلال مسئلې د هوکړی تړاو له انګلیس سره ؤ او انګلیس د بیلابیلو دلایلو له مخې دا موضوع شاته غورځوله.  افغانستان مشرانو بیلابیل حالات هم ؤازمویل او سیاسي تجربو او دباونو،  فکري انډول او ځیرتیا ته ور پرانیست. ځکه چې په ورته وخت کې څو خواو کې ځغاستلو  د استقلال مشران په عملي توګه دې ته متوجه کړل چې انګلیس سره د استقلال رسمی پېژندنې کار چې څومره جدي او ګړندی شي   افغانستان ته د یوه خپلواک هېواد په توګه شرایط برابروي او لوړ حیثیت ورکوي. بله خوا افغانستان رغونې او پرمختګ لپاره پدې پوه شو  بهرنی اړخ کې بریالیتوب  کور د ننه چارو سنبالتیا او هغو ټولنیز – فرهنګی او اقتصادي لحاظه سختو حالاتو څخه وتلو چاری  پیل ایجابوي چې هېواد ورته اړتیا لری. ځکه چې که چېرې د ېواد د ټولنیز اقتصادي او فرهنګي انکشاف ته پاملرنه ونشي او مطلوب فرصتونه برابر نشی اصلي غړېشه هم ناپرانیستلې پاتي کېږي او کیدای شي نور ناوړه کړکیچونه سر را پورته او دا لږ فرصتونه او موجودې تلوسی هم له منځه یوسي..  بله داچې انګلیس او شوروي هریوه د افغانستان له یوه لوري سره له دښمني څخه ګټه اخېسته او دا تجربه عملي کیدو په حال کې وه نو افغان دولت باید په ځغم او ځیرکتیا سره شرایط پخپل ګټه بدلون ته رسولي وای. شوروي او انګلیسي لوري  په وړاندې د افغانستان دمشرتابه پیلیزې کړنې له بریالیتوب سره مل وې. 
شوروي چارو سنبالوونکو ته، افغان انګلیس ترمنځ مقدماتي تړون تړولو با وجود، داسې مطرح وه چې له مخې ېې د شوروي سیاست اصلي دنده د افغانستان او انګلیس ترمنځ د جګړې بیرته پیلول وو خو  دې کار بیا د فدراتیفی روسېې سوسیالیتي جمهوریتونو اقتصادي او نظامي مرستو او ملاتړ ته اړتیا درلوده.  لدې امله د روسېې استازي سوریتس کابل ته په رسیدو سره « افغانستان سره نظامي او سیاسي اتحاد وریانت ته په کتو سره افغانانو سره په خبرو اترو پیل وکړ خو ډېر ژر ېې درک کړل چې په لنډ مهال کې انګلیس په وړاندې جګړې ته د افغانستان  وړاندې کول شونې کار نده او د افغانستان او روسېې د اړیکو په بنسټ کې ېې« د همدواړو هېوادونو د تلپاتې او ګډو ګټو ځای پر ځای کولو سره په پوځې تړون باندې ټینګار ونکړ»..(1).  ځکه چې شوروي اوږدمهاله تګلارې درلودې او یو ټکۍ هم دا ؤ چې شوروي د  انګلیس څپلو لپاره او په سیمه کې د هغه د نفوذ راټيټولو او مخنیوۍ لپاره  په پام کې لرل، افغان دولت په مشرۍ د هند له ملیوني ځواکونو څخه کار واخلي او نوموړي افغاني لوري سره د میثاق تړولو لپاره له مخکې چمتو شوې طرحه هم درلوده چې ځینې ټکې ېې دادي:
۱ -    په هر کال کې وړیا مرستې په توګه د یوملیون روبل په اندازه افغانستان سره د شوروي روسېې پوځي مرسته 
2-  په جلال آباد ، کندهار او کابل کې د شوروي د کونسولګریو پرانېستل.
3- شوروي لورۍ باید قبایلو سره د بلافصله(مستقیمو) مناسباتو حق ترلاسه کړي
4- دواړه لوري د پُست کنوانسیون او سوداګریز تړون لاسلیک کړي 
5- دواړه لوري د خیوا او بخارا استقلال په رسمیت پېژني. (2).  خو کله چې د شوروي استازي د افغاني لوري له څرګند او ښکاره لید لوري خبر شو داچې د روس او انګلیس ډېپلوماتیکو اړیکو څرنګوالی او مهارتونه په حالاتو او چارو کې  ټاکونکي وو لدې امله روسي لوري لوبه څپڅپانه توګه او په شک او تردید سره پیل کړه  پدې سوچ چې د افغاني لوري په پلویتوب کې روسیه کیدای شي انګلیس سره د افغانستان په جګړه کې  ښکېلتیاو او کشمکش سره لاس او ګریوان شي.  چیچرین په ترکستان کې د شوروي تام الاختیاره استازي ته ولیکل چې« مونږ افغانستان سره د اتحاد په اړه هیڅکله څه ندي وئیلي،که چېرې انګلیس سره سوله وکړو دفاعي اتحادیه به مونږ له ډېر سخت وضعیت سره مخامخ کړي. (3 ).    افغاني لوري په تېره بیا محمود طرزي روسېې له خوا ژمنې ماتولو او په ژمنې او قول نه ودریدلو ته متوجه ؤ. لدې امله بی لدې چې وچې ډېپلماسۍاو له زیانه ډکې وخت وژنې څخه کار واخلي او د روسېې د سیاستونو اجرا کولو وسیله وګرځي روسېې  لورۍ ېې نیغ په نیغه له  چلنج او وړاندیز سره مخامخ کړ څو پدې وسیله انګلیسي لوري ته هم پیغام وي. ځکه؛ طرزي پوهېده چې انګلیس له دباو او فشار او د مټو  زور له پوهولو پرته د افغان دولت غوښتنو ته غاړه نږدي.  حقیقت هم همداسی ؤ ځکه چې هغه هېواد خپلې اروپايي ډېپلوماسي کې د افغان دولت له مانور څخه ګټه واخېسته ځکه چې برتانوي لوري سره ډېپلوماټیک تماس کې شوروي هیله من شوَی ؤ « انګلیس سره هوکړې ته لاسرسي چې کېدای شول شوروي ضد جبهه تر پوښښ لاندې ونیسي او له یوه بهرني تېري څخه مخنیوۍ وکړي که څه هم  د شوروي انګلیس د خبرو اترو رسمي موخه دواړ هیوادونو ترمنځ د سوداګریز هوکړه لیک لاسلیک کول وو خو بیا هم د ترتیبولو او نقد او څېړنې په مهال تر ټولو زیاتې ټاکونکې مسئلې سیاسي مسئلې وې. دفاکټو په بڼه د شوروي په رسمیت پېژندنه یو بل په وړاندې له تبلیغاتو او خصمانه اقداماتو ډډه کول لدې ډلې په ختیځ کې . (4).   ځوان افغان دولت د دې لوبو دماهیت پېژندنې په رڼا کې او دا چې سیاست دوستي نکوي، او سیاست ټاکلو موخو پر لور دچارو لارښونې او سنبالونه ده نو خپل ټاکلې او پام وړ موخې ته او امکاناتو او فرصتونو څخه وړ او لازمې ګټې اخېستو ته زیاته پاملرنه کوي، او د دېپلوماتیکو لوبو په نفس کې ېې د سیاسي هنر او پوهې  کارولو عاقلانه پریکون سوچ کاوه. د ۱۹۲۰ د مارچ په ۲۵ مه د شوروي ډېپلوماتیک کمیسیون د ک. و . چیچرین سیاسي پُست ترلاسه کړ چې په هغه کې نوموړي ټینګارکړی ؤ چې افغانستان سره راتلونکي هوکړه لیک ته نباید دنظامی تړون رنګ ورکړل شي ( 5)  د افغانستان دولت دواړو شوروي او بریتانیا سره د دېپلماتیکي مبارزې په تعاملاتو کې څک ؤ او د ځيرتیا او د منطقي شک په بنا ېې لاره تعقیبوله. بله خوا؛ 
د ډیورنډ کرښې کوزې خوا پښتنو په ډېر ځواکمن پیوستون او علایقو سربیره چې افغانستان دولت سره ېې نږدې اړیکې درلودې او انګلیس پدې اړیکو او د انګلیس ضد په توندو احساساتو، هغه هم پداسې شرایطو کې چې د افغانستان د استقلال ټکانونو د امپراتورۍ په قلمرو کې لړزا او ډار رامنځ ته کړئ ؤ او هندي ملیونو لپاره لویه هیله مندي او زدکړه وه، پوهېده، د هند د آزادۍ رادیکال خوځښت ځينو مشرانو افغانستان ته خپلو لویو هيلو سره د تړلي لامل په سترګه کټل. خو خپلواک هېواد په توګه نوي دولت د ستونځو تجربی هم وکړې. پدې پوه شو  چې په ټولو هلو ځلو کې خپل اصلي محوري موخه پام کې ونیسي او ګامونه شیمیرلي او په دقیقه توګه واخلي ځکه چې استقلال ته د رسیدو ستونځمن پړاو پاتې ؤ. د تجربو په مسیر کې له قدم وهلو وروسته سیاسي سوچونو او فکرونو د نوي دولت سروالانو ته ټکان ورکړ.
د استقلال مشرانو  ترمنځ د کار په پیل او د استقلال په اعلامولو کې ستونزه نه وه دغه ستونځي بیا وروسته له کوشنیو تر لویو هغو پورې ورسیدې. د استقلال بشپړ حصول په پړاو کې لانجې نه محسوسیدې ځکه چې آزادي او ترقي دمخالفت ټکي نلرل. د استقلال بشپړ حصول ټولو لپاره بی بدیل ټکۍ ؤ که څه هم په لارو چارو او کارولو کې اختلافونه موجود وو. لکه د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د مذاکراتو له سره پیلولو په اړه نادرخان او طرزي جلا جلا فکرونه درلودل چې لومړۍ کس د مذاکراتو مخالف او د جنګ پرمخ وړلو پلوۍ ؤ او دویم کس په دېپلماسۍ باور درلود او چارو کې ېې په احتیاط او واقعبینۍ عمل کول سم بلل . ځکه چې د جګړې دوام او پراخېداېې د وړاندوېنې او کنټرل وړ نه بلل.  خو دې دوه ډوله توګې او روشونو له ډلیز اختلاف څځه نه بلکې د هغو فرصتونو او ننګونو د امکاناتو او لرلید څخه د ارزونو او شننو د نتیجو بیانول وو چې نااټکلي راټوکېدنې شمیرل کیدی چې هغوی پرې استدلال کاوه او د روس او انګلیس له نظره هم دغه شان انګیرنې پټې نه وې. 
د  فعالی ډېپلماسۍ کارندويي پدې کې وه څو لورۍ تصمیم غوره کولو او نېولو ته وهڅوي.  هماغه شان چې بریتانیا له بلشویکانو او افغانستان دولت سره په لوبه کې بیلابیل کارتونه او پاڼې په څو اړخیزو لارو کې کارولې افغان دولت هم هممهاله د مانورو او چڼې وهلو له دواړو تخنیکونو څخه کار اخیست.
د شوروي روسیې استازي ته د سپه سالار نادرخان نظر دا ؤ « که چیرې ستاسو د روسانو قومنداني په خراسان په برید کولو لاس پوري کړي افغانستان به له هرات څخه په برید لاس پورې کړي او په کشکا سیستان به ضربه وارده کړي او د ټولو قبایلو غورځنګ به راوخوځوي ټول قبایل د نه تمکیدونکی جګړی په انتظار توره په لاس ولاړ دي خو دا مهال هر څه په وسلې پورې تړلي دي».
افغانانو، سره پوځ او آزادو قبایلو سره یوځای، انګریزانو او د هغوی د متحدینو پرضد د نظامی عملیاتو فکر،  چې د منځني او نږدې ختیځ پراخه او لویه برخه ېې له لومړۍ نړیوالی جګړی وروسته په لاس کې وه، دغه شان پاللی او زړه ته سپارلئ ؤ او پدی هم پوهېدل چې بریتانیا هم همداسې سوچ کوې او پدې کار پوهېدلی دي او مانا ېې دا وه چې که بریتانیا د افغانستان د خپلواکۍ غوښتنی ته لبیک و نه وایي منزل ته رسیدو لپاره نورې لارې چارې هم شته او کاریدلی شې.  لدې سربیره سوریتس اعلام کړل چې کابل چمتو دی په هند کې له انقلابی غورځنګ او د هند او افغانستان د پولې په اوږدو کې د انګریزانو ضد  د پټو نظامي عملیاتو  ملاتړ وکړي.  
د افغان دولت مشران، لدې ډلې طرزي او نادرخان د سترو دولتونو له رنګونو او نیرنګونو څخه ناخبره نه وو دواړه پوهېدل چې د دې سترو دولتو ترجیحات او ژوری موخې څه دي؟  د هند د نیمی وچې حالات هغه شان وو چې افغانستان دولت په څو اړخیزه توګه خپلو موخو سره په تړاو کې هلته ډېر فرصتونه درلودل. هم پخپله د نیم قاری ویښتیا او هلته د آزادۍ انګازو خپریدل، بله خوا افغانستان باندې د دې خوځښټ باور او، افغانستان سره د هند د مسلمانانو ژوره خواخوږي او اعتماد او تر هر څه د مخه او د پښتون بلوچ همېشنۍ لاسرسۍ، د باور وړ ستر او ځواکمن تیارسۍ او د امر وو هدایت شیبی ېې تیرولې.  افغان دولت د هغوی په ټینګ ملاتړ باور درلود . افغانستان دولت  د مقابل لوري کمزورۍ اړخ ( د آشیل پونده)  پېژندلی ؤ. نو همدې له امله ېې د دېپلماسۍ په ډګر کې دغه«بلاڅېره» اوچتوله او پټولو ته ېې همپروا او  اړتیا هم نه درلوده.  لکه څنګه چې د افغانستان حکومت د انګریز د ډېپلوماسۍ پایلې او اغیزی درکولی او په پام کې نېولې همدغه شان ېې شوروي سره د ډېپلماسۍ پدې ډګر کې پخپلو ځواکمنتیاو ډډه لګوله او لورۍ ېې پدې پوهاوه چې افغانان د حالاتو څارنه او پرتلنه کوي نو پکار ده چې د افغانانو د منافعو درناوۍ او مراعاتول له پامه ونه غورځول شي. د افغانانو ډېپلوماسۍ منفعلانه او منقادانه عمل نه کاوه او لوري ېې پدې پوهول چې که د افغانانو ګټې او د استقلال درناوۍ ونشي هر څه پېښېدَی شي. انګلیس او روسېې دواړو لورو په وړاندې د فزیکې او ډېپلوماتیک حضور ننداره د افغانستان د یوه فوق العاده تاریخي ستراتژیک سمبولیک تحرک بیلګه هم ده چې په سیمه کې او هغه هم د دوو زبرځواکونو سیاسي لوبې  ترمنځ په پراته ډګر کې ښودل کیږي. افغان دولت چې هممهاله توګه دوو ځواکمنو په وړاندې لوبه پرمخ وړي او په ورته وخت کې مخې ته د اړتیاو او ضرورتونو ترڅنګ ننګونې هم پرتې دي. نو همدې لامله پدې خاطر چې دواړو خوا سره د ډېپلماتیکو چنو وهلو بنډار کې خپل هوډ ځواکمن وښيي او لوري پدې پوه کړي چې دفع الوخت د ناببره کړکیچونو لامل کېدی شي نو د هغوی پوهولو په نیت د قبایلو جرګې رابللو تابیا کوي او دخپل هوډ وجودي واقعیت او توان نندارې ته وړاندی کوي.   
د جرګې رابلونکو دغه ناسته ننداریزه هم نه وه ځکه چې نه یوازې علایق موجود وو بلکې د هغوی اړیکې او  افغانستان سره تړون د هغوی د ټولو هیلو اصلی موخه او سرمنزل بلل کیده او بله دا چې هغوی په رېشتیا هم افغان دولت له خوا یوه ساده اعلان ته انتظار درلود او انګریز پدې ټکې تر هر چا ښه پوهېده. په هر ترتیب د سیاسي او ډېپلماتیک ډګر چارلټون د افغان مشرانو هوشیاري او ځيرکتوب او افغانستان په پلویتوب د قبایلو لېوالتیا او پیوستون په ډاګه کاوه او  په سیمه ایزو مناسباتو کې  ېې د هغوی علایق، فعال او آزاد حضور او رول باندې د تایید ګوټه لګوله.  
دا مهال؛ که څه هم د سیمې په جاري لوبو کې ډېرو نورو مواردو په شان په سیمه کې د قبایلو رول او موقعیت کږون موندلای او لوبه چپه ښکاري چې دا د جلا بحث غوښتنه کوي خو سره له ټولو ماتو ګوډو هغه مهال قبایلو یولاسه او غوڅ دریځ درلود او د افغان دولت د دریځ   ملتیا ېې کوله او د استقلال جګړی په سوبو کې ېې لوی لاس او غوڅ رول درلود او همدې غوشن خپلویتوب د دې ډېپلماتیک -  سیاسی تعاملاتو په لوبه کې د دولت موقعیت رېښتونۍ او ځواکمن کړ .
د کرښې آخوا قبایلو د استازو په حضور د اپریل په میاشت کې کابل کې دربار له خوا غونډه دایره شوه . امیر امان الله خپلو مخکینیو ویناو سره په څه توپير کې د شوروی روسېې په اړه په خورا نرمه ژبه خبرې وکړې او حاضرینو ته ېې وړاندیز وکړ څو بلشویکانو څرګندونو سره له احتیاط او هوښیارۍ څخه کار واخلي او هممهاله ېې قبایل دې ته راوبلل څو  یوې مودې لپاره انګلیسی سپاهیانو سره له جګړې لاس په سر شي(6).   
دلته انګریزي سپاهیانو سره د جګړې  ودرولو د سپارښتنې په څرنګوالی بحث نه کوو ځکه چې انګلیس سره د دېپلماسۍ او سیاسي پړاو په ډګر کې د اماني نوي دولت د ستونځو او مجبوریتونو څنګه والی، او هغه داچې دواړو دولتونو ترمنځ مثبتو انکشافاتو لپاره ېې خپل ښه نیت څرګند کړی وي، د پوهېدو وړ دَی. ځکه په هغه ډول چې ځيرونکې او شنونکې ورته اشاره کوي د افغانستان استقلال لومړۍ او اساسي موخه وه او د افغانانو پخه اراده او ټینګ هوډ د دې غوښتنې ملاتړ ول. دا کار اړین او عاجل خو  ترلاسه کیدلو وړتیا ېې موجوده وه. دې لومړني ګام نورو ګامونو اوچتولو لپاره لاره پرانیسته او مستقل او برابرو حقونو درلودونکې هېواد په توګه ېې افغانستان لپاره په نړیواله او د سیمې په کچه ښه فرصتونه او امکانات برابرول. پدې توګه افغانستان کولای شول په رڼا کې نور ګامونو د اخیستو چمتوالۍ ونیسي.  د استقلال ګام اخیستل شوی ؤ خو   د آزادي د ګوربت پښې لا هم د ډېپلوماسۍ په جال کې بندې وې. اړینه وه د دې جال له نازکو خو حساسو تارونو څخه، په ټول پام او د قدرت نندارې ته وړاندې کولوسره، سختي او پښېماني په هممهال توګه د مقابل لورې پښو مخې ته کېښودل شي او د مستقل او آزاد هېواد نړیوال حقوق او حقه حق د سوبی په کرسۍ کښېني. د اګست په دریمه  په کابل کې جرګه جوړه شوه چې له درو سوو زیاتو مشرانو  .... او د قبایلو استازو د راپور اوریدلو لپاره په هغې کې ګډون درلود. خپلې وینا په ترڅ کې شاه امان الله د بهرني سیاست له لاسه ورکولو په بدل کې د انګریزانو ژمنه حاضرینو ته تشریح کړه  او د هېواد د خپلواکۍ په خاطر ېې خپله  غوڅه پریکړه او پرېکنده دریځ اعلان کړ او همدې ترڅ کې ېې بلاعوضه مرستې په اړه د روسېې وړاندیز هم مجلس ته وړاندې کړ.  
سیاسي – ډېبلوماتیکې مانورې اغیزمنې وې. حقیقت دا ؤ چې دواړو ستروځواکونو د سیمې په جیوپولیټیک او جیوستراتژیک کې د افغانستان لوري په موقعیت او رول پوهېدل. حایل هغوی لپاره وروستۍ او اړین تصمیم او حللاره وه. خو دا مهال د «حایل» له څرنګوالي ډاډ تر لاسه کول یو بل مهم ؤ ځکه دې حایلتوب هېڅ راز شرط او قید نه مانه بلکی د یوه مسلم او خپلواک واقعیت په توګه د هغه منل اساسي ټکۍ ؤ چې دواړو سترو ځواکو ورباندې لوبه جاري ساتلې وه. دلته هم د افغانستان جیوپولیتیک او ستراتژیک موقعیت او د هغه دریځ او هم د دواړو سترو ځواکونو ترمنځ د اړیکو نا پخلایونکې حالت دواړو رول درلود.  افغاني لوري خپل دریځ د خواو لوبې ترمنځ یو داسی حالت انځور کړی ؤ چې له تړلتیا خوندي دریځ ېې په پای کې واقعیت وموند. 
افغانانو شوروي لوري څخه عملي تضمینونه وغوښتل او په غوږ ووهل شو چې انګلیس شوروي په وړاندې هرډول امتیازونو ورکولو ته تیار دی کوم څه چې د شوروي په توان کې نه وو. او روسېه ېې غوښتنو کې د زیاتي په خطر پوهه کړه. انګلیس چې مالي او ټېکنالوژیک توان درلود شوروي لوري سره د اړیکو د پریکولو په شرط د افغانستان استقلال رسمیت پېژندنې او مالي تخنیکي مرستې کولو ته حاضر شو. خو افغانستان دا مهال  د سیاست لدې اړخ سره اشنا ؤ او له شرط او اړونو سره د استقلال تړلو په زیان او خطر پوهېده. نو افغان مشرانو خطری څخه د ژغورنې ډاډ ترلاسه کولو په خاطرد ډیورند کرښې ترڅنګ د روسېې د قونسولګریو د نه پرانیستې شین څراغ، په هغه ځواب کې چې شوروي لوري ته ېې ورکړی ؤ انګریزانو ته د خپلې روغ نیتۍ او خپلواک چلن د بیلګې  په توګه وځلاوه.  
 د دې لوبو د راکړې ورکړې چنې وهلو په سړو تودو کې افغانستان خپلو پام وړ موخو ته رسیدو کې ګامونه اخیستل. 
د۱۹۲۱ د جولای په شپاړسمه ف . و راسکلنیکف د شوروي نوۍ سیاسي استازۍ کابل ته راغئ او ډېر ژر ېې احساس کړل چې حالات ناکراره دي او افغانستان باندې اغیز اچولو پر سر د سترو ځواکونو مبارزه د ده دخپل اعتراف په اساس « زمونږ په ګټه د څرخ  تاوېدل ګواښي». (7)
ده لنین ته وکښل:« داسې ښکاري چې د انګلیسانو اغیزمنتیا د بریتانیا د متحده  شاهي دولت د پریمانه شتمنیو په ټینګ او پاخه ملاتړ سره، د شوروي ډېپلماسي، چې خپل شاته له خرخشو او غرغړو ډک انګلیسی ضد انقلابي خاورو دوړو او له ډېرو محدودو پوځي مرستو« کمځواکه » او تشوژمنو وعدو پرته کومه بله تکیه ګاه او ملاتړ نلري، پښه پرځای درولې ده».( 8)
ځکه چې د انګلیس استازي جنرال ډابس افغاني لوري ته ژمنه سپارلې وه که چېرې افغانستان شوروي روسېې سره خپلې ډېپلوماتیکې اړیکې پرې او شنډې کړي او کابل څخه د شوروي سفارت وباسي او انګلیسي استازو ته اجازه ورکړي له خنډ ځنډ پرته د افغانستان خاورې له لارې شوروي ضد کړنو ترسر کولو لپاره منځنۍ اسیا ته تګ راتګ وکړي د افغانستان استقلال به په رسمیت وپېژني.( 9) (هغه څه چې دا مهال د پاکستان دولت د افغانستان په جاري کړکیچ کې منځنۍ آسیا سره پوله په پوله کېدو په تمه د هند او افغانستان ترمنځ په مناسباتو کې د هغه د پرلپسې لاسوهنو هیلې په ډاګه کوي) . او پدې توګه شوروي سره د تړون تصویبولو لپاره زمینه برابره شوه او اسکلیکف او سوریتس د ۱۹۲۱ د اګسټ په ۱ نېټه په پغمان کې شاه امان الله سره لېدنې لپاره راوبلل شول.
  شاه امان الله د شوروي له استازو څخه د څو سوداګریزو او ترانزیتی تسهیلاتو د قراردادونو په تړاو  لیکلې ژمنې واخېستې.  بیا وروسته شاه امان الله دربار راوباله او بزرګانو او مشرانو سره خبرو اترو په ترڅ کې ېې څرګنده کړه: « حاضر دَی هېواد د نویو وژونکو جګړو په ډګر بدل کړي د دې پځای چې بهرنیو اړیکو باندې د پردیو کنټرول ته غاړه کیږدي» او شوروي لوري سره په تړون کې ېې د بلا قید او شرط او وړیا مرستو یادونه هم وکړه. پدې ډول افغانستان، د یوه شعوري، فعال او شفافه سیاست په چاپېریال کې،  خپل طلب لاسرسي پیدا کړه.  
 په متقابلو وجایبو سره د یوه د آزادو  او برابرو حقونو لرونکي هېواد د کاملته الوداده حقونو استقلال پروسې  په نړۍ کې سر راپورته کړ.
 پاسنیو حقایقو بهیر په اړه یو شمېر لویدیځ مبصرین لدې ډلې د شوروي پوهان ځانګړې ارزونه پدې توګه کوي چې:  افغانستان انګلیس پرتله د روسېې«شر» ته ترجیح ورکړه څو د هېواد خپلواکي وساتل شي. حال دا چې دلته شوروي سره د مناسباتو د ترجیحاتو مسئله عمده ټکۍ نده او اصلي ځای  نلري. دا استدلال بشپړ او پوره نښکاري چې له مخې ېې دغه شان ترجیحات ثابت کړو هغه هم پدې دلیل چې« له وړیا مرستو پرته، شوروي هند سره په پوله کې د قونسولګرۍ له پرانېستلو څخه د شوروي لوري تېرېدنې د افغانانو وېره راښکته کړه». بیلابیل لاملونه د وېرې راښکته کېدو لپاره موجود وو او له همدې مطالبې د روسېې لوري تېرېدنه هم تر ډېره بریده په سیمه کې حضور او په افغانستان کې د انګلیس له لاسبري څخه د روسېې له وېرې سرچینه اخیسته.  د روسېې د وېرې فکتور افغانانو ته د فشار راوړلو یو ابزار شو حال داچی دې اوزار هیڅ اړینتوب نه درلود او افغان واکمن د دې مطالبی په بیځایتوب پوهېدل. ترجیحاتو مسئله تر ډېره له سیمه ایز او نړیوال چاپېریال سره تړلي وه. او افغانانو دا اراده هم نه درلوده چا ته د چا په اړه ترجیح ورکړي. شوروی سره د افغانانو د اړیکو غځېدنه او پرمختیا لویدیځ په وړاندې د افغان لوري له مخکې منل شوی فرضېې څخه سرچینه نه اخلي. او د سړې جګړې د ستراتژیکو سیمه ایزو لوبو تربګنیو افغانستان په وړاندې هماغه لاره غوره کړه چې انګلیس د استقلال پېژندنې په شرط او شروطو کې ځای ورکړی ؤ او دا مهال هم د د ورته تېرو تورو تیارو د ناغیړیو سیورۍ تر سترګو کیږي. 
استقلال افغانانو ته سربېره له سیاسي سوبې، راتلونکو هلو ځلو لپاره او په نړیوال ډګر کې د خپلواک او برابرو حقونو د یوه واک لرونکي هېواد په توګه د مقدمې اهمیت هم درلود.  دا مهال کوم څه د هند او پاکستان په نوم د اوسنۍ غړېشې په توګه نه وو موجود. نو همدې لامله ده که چېرې هند څخه له وتلو وروسته جوړه شوی سیمه ایزه غړیشه او میراث په پام کې ونېول شي ترجیحاتو ته توجیه پیدا کیږي.
په هر صورت،  دا چې د مشرانو او مخورو په جرګه کې « له ۲۷۰ کسانو څخه  ۲۶۴ کسانو د افغان شوروي تړون په ګټه او د بریتانیا سره د تړون کولو په ضد رایه ورکړه. او سندونه په رسمي ډول مبادله شول »(10) ترجیحات اصلي توګه خپلواکۍ او د افغانانو ملي حاکمیت تثبیتولو ته متوجه وو هغه څه چې د دې تړون د یوې مهمې وسیلې ګرځولو له مخې پدې لاره کې ګام پورته شو.«» د افغان شوروی دا عمل اغیزمن ؤ او انګلیس لوري هم  وار د واره افغانانو له لوري د ترتیب شویو شرایطو په پام کې ساتلو سره، لویو غوښتنو څخه په تېریدو سره، چمتووالۍ اعلام کړ. تړون د ۱۹۲۱ د نوامبر په ۲۲ مه نېټه افغان انګلیس د افغانستان استقلال تایید کړ او د دواړو لورو استازولۍ (نمایندګي) ېې ومنلې.(11) او « د راسګلیکف خبره سمه او پر ځای ده چې افغانستان د دواړو دولتونو ترمنځ با ثباته موازنه جوړه کړه او د هغوی ترمنځ ېې د اړیکو اړو پېچ او په کوږ ووږ ساتلو سره له دواړو لورو څخه ممکنه ګټه تر لاسه کړه. کوم څه چې دا مهال  د لوېې لوبې او رسوا مداخلو په ګونګه خړه او اړوپېچ  کې له ملي ګټو سره د تړلې او پېچلې ماشوړي په جړ تار کې د فعال او هڅان دریځ د فن او مهارت هغه څرک نه لېدل کیږي څه  چې هېوادنۍ مینه، ملي ګټې همغږي او یو موټيتوب ېې مراندې جوړوي.  

سرچینې:
۱) -(بایگانی سیاست خارجی امپراتوری روسیه فوند071ای پرونده ویژه 2پرونده 2بوشه2 برگ70
(2) -(سایت فارسی رو . ترجمه اریانفر
(3) -(مرکزنگهداری وبررسی اسنادتاریخ نوین روسیه فوند 5پرونده ویيه 1بوشه 2116 برگ 4.) 
4) -(تاریخ سیاست خارجی شوروی 1917 -1975 زیر نظر اندروه گرومیکو و بوریس پونوماریف جلد 
       یک مسکو 1976 )
 (5)  - آرشیف سیاست خارجی امپراتوری روسیه فوند 71 پرونده 102 بوشه 20 صفحه 52
(6) - مرکز نگهداری و بررسی اسناد تاریخ نوین روسیه صندوق پنج ویژه 1 بوشه 2179 صفحه 126
(7)-  مرکز نگهداری وبررسی اسناد...........صندوق 5 صفحه 1.)
8) -(بابا خواجه یف ،"شکست سیاست ضد شوروی انگلیس درآسیای میانه ودر خاور میانه در دوره 
     شناسایی دو فکتو  و دژوری دولت شوروی در سالهای 1921-24تاشکند 1957 ص 73-74.)
(9)  -مرکز نگهداری فوند -5- پرونده ویژه 1- بوشه 2128 صفحات 8-11 ) .
 (10) -  روزنامه پراودا تاریخ -6 -9 -1921 گزارش سالیانه کمیساریا خلق در امور خارجی به نهمین 
       کنگره شورا ها  مسکو 1921 ص 120
(11) -( مرکز نگهداری ... فوند 5 خا ص1- بوشه 2128 صفحه 2)

اخبار روز

13 سرطان 1403

BBC ‮فارسی - صفحه افغانستان BBC ‮فارسی - صفحه افغانستان

کتاب ها